د نوی کال د مبارکۍپيغام
دافغانستان ملی ګوند دافغانستان ملی ګوند


 

د افغانستان ملی ګوند رهبری ټولو هيوادوالو ته د نوی ۱۳۹۱ لمريز هجری کال مبارکی وړاندې کوي او هيله لري چې دا کال به په هيواد کې د سولې، رښتينې بيارغونې، د فساد د مخنيوی، دهيواد د پرمختګ، د ملت د هوساينې او د ملی، دموکراتيکو او عدالت غوښتونکوځواکونو د تفاهم، يووالی او برياوو کال وی.

زموږ ګوندی رهبری او په تيره بيا د تبليغ او فرهنګ کميسيون له هغو ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتي فعالينو څخه د زړه له کومي مننه څرګندوي چې تير کال يې په تبليغاتی او توضيحي فعاليتونو کې زموږ سره مرسته او همکاري کړې ده. هيله ده چې په نوی کال کې  مو هم د وطن او ملت د خدمت په لارکې ملاتړ او لاسنيوی وکړی.

موږ د نوی کال په مناسبت د هيواد ټولو ملی او دموکراتيکو ګوندونو، سازمانونو او شخصيتونو ته خپله بلنه تازه کوو چې د سازمانی او عملي يووالی په خاطر د تفاهم په لارکې زغرد ګامونه پورته کړی، تر څو زر تر زره په هيواد کې د سراسری غښتلی سياسی الترناتيف د جوړولو له پاره عينی او عملی شرايط برابر شی.

د افغانستان ملی ګوند رهبري له خپلو ټولو غړو او مينه والو څخه هيله لری، چې په نوی کال کې په نوی خوځښت خپلو سياسی او ټولنيزو فعاليتونو ته دوام ورکړي، د ګوند د ليکو په پياوړتيا او د هيواد له روښان اندو او د ولسونو له پراخو کتلو سره د اړيکو په غښتلتيا کې زغرد او نوښتګر ګامونه پورته کړی.

.

د افغانستان ملی ګوند د تبليغ او فرهنګ کميسيون

 


March 19th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها